IQNA

د امریکا په حملو پسې د ملګروملتو امنیت شورا ته دایران  فوری لیک  

11:49 - June 22, 2025
د خبر لمبر: 3491301
ایکنا – په ملګرو ملتو  کې د ایران نمایندګۍ د امریکا له خوا  د ایران پر خاورې د برید په غبرګون کې، امنیت شورا ته په یوه بیړني لیک کې دغه  تېریګر  اقدامات سخت محکوم کړي چې بې له کومې  مخکینئ لمسؤنې  او له مخکې پلان شوي وو،امنیت شورا څخه ئې غوښتي چې بیړنۍ ناسته دې  جوړه کړي او دا بریدونه دې په سختو ټکو وغندي. 

 ایکنانیوز د بهرنیو چارو وزارت د ویبپاڼې له قوله راپور راکړی، په ملګروملتو کې د ایران دایمي استازي  او سفیر امیر سعید ایرواني، د یکشنبې په سهار وختي د امریکا لخوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید په غبرګون کې د ملګرو ملتو سرمنشي او د امنیت شورا مشر ته په یوه لیک کې لیکلي:

«زمونږ د تېرو لیکونو (د ۲۰۲۵ کال د جون په  ۱۳، ۱۶، ۱۸، ۱۹ او ۲۰ نیټو، د سند شمېرو S/۲۰۲۵/۳۷۹، S/۲۰۲۵/۳۸۷، S/۲۰۲۵/۳۸۸ او S/۲۰۲۵/۳۹۱ سره د ایران د اسلامی جمهوریت د حکومت په فرمان سره  په فوری بڼه  ستاسو او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د غړو پام د سیمه‌ییز او نړیوال سولې او امنیت لپاره یوه جدي ګواښ ته را اړوم، چې د متحده ایالاتو لخوا د ایران اسلامي جمهوریت پر حاکمیت او ځمکني بشپړتیا باندې د غیرقانوني زور کارولو په وجه رامینځته شوی دی.

د ایران دغه لوړپوړي ډیپلومات په خپل لیک کې زیاته کړې؛ د ۲۰۲۵ کال د جون د ۲۱ په سهار وختي ( له ځاي  وخت سره سم)، متحده ایالاتو، له اسرائیلي رژیم سره په بشپړه همغږۍ سره ، چې په هماغه وخت کې ئې د ایران پر  عامو خلکو  او حیاتي زبیخ پینائيو  بمباري کوله، په قصدي توګه ، له مخکې پلان شوي او بې له کومې مخکینئ لمسؤنې ، د ایران د فردو، نطنز او اصفهان په ستوله ایزو ایټمی تاسیساتو، چې د سیف ګارډز تر څارنې لاندې دي، هوائي بریدونه وکړل. سمدستي وروسته، د متحده ایالاتو ولسمشر په عامه بڼه د دغو وحشی ډوله بریدونو او د ایران پر حاکمیت او ځمکني بشپړتیا باندې د غیرقانوني زور کارولو مسؤلیت  هم په غاړه واخیست، لومړی په «تروټ سوشال» ټولنیز چینل او بیا په سپینې ماڼۍ کې یوه خبري کنفرانس کې.

د ایران اسلامي جمهوریت  ،دغه  تېریګرې کړنې، چې بې له  مخکینئ لسمؤنې یا اقدام  او له مخکې پلان شوي دي، په سختو ټکو غندي؛ داسې اقدام  چې د اسرائیلي رژیم لخوا د ۲۰۲۵ کال د جون ۱۳ د ایران پر سوله‌ییزو ایټمي تاسیساتو د پراخ پوځي  برید په تعقیب ترسره شوی. 

دا ښکاره تېریګرې کړنې او جدي سرغړونې د هغه رژیم لخوا ترسره شوي، چې د ایټمي وسلو د خپریدو ضد تړون  این پی ټي غړی  هم نه دی، یعنې  وحشي اسرائيلي رژيم، چې اعلان نه شوي اټومي وړتیاوې، د اټومي وسلو زیرمې ، او د سیمې په سویه پر سوله‌ییزو ایټمي تاسیساتو د بریدونو پیژندل شوی تاریخ لري. همدارنګه، دا کړنې د متحده ایالاتو لخوا ترسره شوي، چې د ملګرو ملتونو یوازینی غړی دی، چې تر اوسه ئې په جګړې کې ایټمي وسلې کارولي او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ئې په دوو جلا بریدونو کې  په میلیونونه عام خلک  وژلي، او اوس ئې په عامه توګه د ایران سوله‌ییز اټومي تاسیسات، چې تل د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس  (IAEA) تر بشپړ څارنې او پلټنې لاندې دي، په نښه کړي دي. 

بې له شکه، د متحده ایالاتو پوځي تېری د ایران پر حاکمیت او ځمکني بشپړتیا ښکاره خلاف ورزي  او جدي سرغړونه ده، چې د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتو د منشور په ۲ مادې، ۴ بند کې د نړیوالو  اصولو برخه ده، چې په روښانه توګه د هر ډول زور، ګواښ یا کارول د ملګرو ملتو د غړو پر حاکمیت، ځمکني بشپړتیا او سیاسي خپلواکۍ منع کوي. د متحده ایالاتو وسله‌وال برید د ایران پر سوله‌ییزو تاسیساتو او ځایونو د ایټمي انرژۍ نړیوال  آژانس د اساسنامې، د عمومي کنفرانس پریکړه لیکونو ، د امنیت شورا د  ۱۹۸۱ کال  د ۴۸۷  او د ۲۰۱۵ کال د  ۲۲۳۱ پریکړه لیکونو، او د اټومي وسلو د خپریدو ضد تړون یا این پی ټي  څخه هم سرغړونه ده. 

د نړیوالې سولې او امنیت د ساتنې په موخې سره ، د ایران اسلامي جمهوریت په فوري توګه د ملګروملتو   له امنیت شورا څخه غواړي چې بې له کوم ځنډه  دې بیړنۍ ناسته جوړه کړي،څو د دغې ښکاره او غیرقانوني تېریګرې کړنې په اړه غور وکړي، دا په سختو ټکو وغندي، او د ملګرو ملتو د منشور له مخې د شورا د مسؤلیتونو په چوکاټ کې  دې ټول اړین تدبیرونه غوره کړي، څو د دغو وحشي ډوله جرمونوترسره کیدا  په بشپړه توګه ځواب ویونکی شي او بې سزا پاتې نه شي. 

 https://iqna.ir/fa/news/4289997

captcha